د بلخ پولیس تاییدوي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ پولیس تاییدوي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومی ۶ مه مازیګر مهال د مزار - حیرتان په لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، پېښه د یوه سراچه او یوه باروړنکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده، چې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه په کې وژل شوي دي.
نوموړي د پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21490
قرأ